په کندهار کي د ۲ نیم کیلومتره سړک د ډامبرولو کارونه پیل سوي

د کندهار ښاروالۍ ریاست مسولینو خبر ورکړی چي، د کندهار ښار د ۱۵مي ناحیې اړوند د زابر د غاړي سړک د ډامبرولو کارونه يې پیل کړي دي.

د ښاروالۍ ویاند وایي چي، دا سړک ۲،۵ کیلو متره اوږدوالی او اووه متره پراخوالی لري او ورسره به ۲،۵ کیلو متره محافظوي دېوال هم جوړ سي.

د هغه په وینا، د دغه سړک جوړولو له پاره ۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړي سوي او په نژدې راتلونکي کي به ګټي اخستني ته وسپارل سي.

یاد سړک کندهار ښار او ډنډ ولسوالۍ سره نښلوي چي، په جوړېدو سره به د ښار او یادي ولسوالۍ ترمنځ ګڼي اسانتیاوي رامنځ ته سي.