د کندهار د کرني او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په لیري پرته نېش ولسوالۍ کي د ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه چکډېم او ۱۵۰۰ څاه ګانو کيندلو یوه پروژه پيل سوه.
د کندهار د کرني او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي، دغه پروژه نن په نېش ولسوالۍ کي پيل سوه چي په ۴۰ ورځي کي به بشپړه سي.
د هغه په وینا، په دې پروژه کي ۲۰۰ تنو د کار زمینه برابره سوې چي هر کس ته ۲۰۰ امریکايي ډالر ورکول کیږي او د خوراک او کرني نړیوال سازمان (FAO) له خوا یې لګښت ورکول کیږي.
د حقمل په وینا، د دې پروژې موخه خلکو ته د کار زمینه برابرول، د سیلابي اوبو مخنیوی او دغه راز د څاه ګانو له لاري کروندګرو ته د اوبو برابرول دي.