په کندهار کي د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د ملګرو لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

په کندهار کي د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چي دوې میاشتي مخکي پیل سوي وې، د ملګرو لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

مسوولین وایي، د یادو سیالیو پایلوبه د ملګرو او عقابان پرچمن لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي په پایله کي یې ملګرو لوبډلي د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلي سیالي لوبډلي ته ماته ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

په دغو سیالیو کي شاه محمد د غوره لوبغاړي، زلمی د ډېرو ګولونو د ترسره کوونکي او پوپل د غوره ګول ساتونکي په توګه وپېژندل سول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *