په کندهار کي د ۹۲ سیلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وسول

د کندهار د پيښو پر وړاندي د مبارزې ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کي یې د هغه ۹۲ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې چي ورستیو اورښتونو او سيلابونو زیانونه ورته رسولي وه.
د پيښو پر وړاندي د مبارزې ریس قاري عبدالسلام عمري د سه شنبې په ورځ څراغ ته وویل، دغه کورنیو ته مرستي تر سروې وروسته ورکول سوي.
د هغه په خبره، په دې مرستو کي ۵۰ کیلو ګرامه غنم، ۵۰ کیلو ګرامه ورجي او ځيني نور خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکول سوي دي.
ده زیاته کړه، چي د سیلاب ځپلو کورنیو سروې لا هم جریان لري او د نورو مستحقو کورنیو سره به هم مرستي وسي.
وروستیو اورښتونو په کندهار ښار او ولسوالیو کي ګڼ شمېر کورنیو ته زیانونه ورسول او دغه راز ډېری څاروي هم له یخه مړه سول.