په کندهار کي د يو ان اچ سي آر په مالي مرسته یو ښوونځی جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو

مسوولین وایي، د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کي د عربو کلاء په نوم ښوونځی جوړ او ګټې اخیستني ته وسپارل سو.
د کندهار د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالی وایي، دغه ښوونځی د دوی په هڅو د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ يو ان اچ سي آر په مالي مرسته او د WAW موسسې په تخنیکي همکارۍ جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل سو.
د هغه په وینا، پر دغه ښوونځي ۲۷۴ زره ۹۷۵ امریکايي ډالر ګښت راغلی چي د لسو درسي خونو تر څنګ لابراتوار، مجهز کمپیوټر لیب او نور ملحقات لري.
په دې ښوونځي کي به پر درې وخته ۱۶۰۰ ماشومانو ته دیني او1 عصري زده کړي ورکول کېږي.
مسوولین وایي، پلان سته چي د همکارو موسساتو سره په ګډه په روان ۱۴۰۳ مالي کال کي په کندهار ښار او لیري پرتو ولسوالیو کي ۲۴ بابه نور ښوونځي هم جوړ کړي.