په کندهار کي رونق پروژې ۱۱ سوه تنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په کندهار کي رونق پروژې ۱۱ سوه تنو ته د کار زمینه برابره کړې او دغه راز ئې سلګونه نور صنعت کاران د سوداګرۍ او صنعت په برخه کي روزلي دي. دغه پروژه چي د کورډایډ او این ار سي موسسو په مالي ملاتړ مخي ته تله په وروستي پړاو کي ئې ۶۵ تنه نارینه او ۲۱ تنې ښځې په بېلابېلو برخو کي روزلي. پر همدې مهال صنعت کاران دغسي پروژې د صنعت او سوداګرۍ د ودي لپاره مهمي بولي او وايي چي دغسي پروژې دي دوامداره سي.

نور حال زموږ د همکاري په راپور کي