په کندهار کي د افغان ـ ترک ښوونځیو عمومي رییس او د ترکیې هیواد استازي د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني له رییس محمد صدیق مهمند او غړو سره وکتل.
دا ناسته د یادو ښوونځیو د تعلیمي خدمتونو د ستایني ترڅنګ، د فيسونو په کمښت، د زدهکوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو او دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا تمرکز درلود.
د سوداګرۍ خوني رییس وویل، د لېسې مسوولین باید خپلي اړیکي له سوداګرو سره لا نژدې کړي او د بې وسه زدهکوونکو لپاره د زدهکړي زمینه لا پراخه کړي.
نوموړي همداراز د ترکیې د قونسلګرۍ د پرانیستو غوښتنه هم وکړه، څو د ویزو آسانتیاوي رامنځته او د علمي، کلتوري او تجارتي اړیکو پراخېدو ته زمینه برابره سي.
د افغان ـ ترک ښوونځیو عمومي رییس وویل، دوی لا له وړاندي د فیسونو په برخه کي تخفیف کړی او پلان لري چي لا زیات تخفیف هم وکړي.
نوموړي همداراز ژمنه کړې چي د لایقو او ممتازو زدهکوونکو لپاره به د ترکیې په پوهنتونونو کي د وړیا زدهکړو بورسونه برابر کړي.