د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د سې شنبې په ورځ د کندهار ښار د نهمي حوزې د ميانکوه په ساحه کي د يو کس جسد موندل سوی، چي مخکي وژل سوی وو.
سرچينې دغه راز ويلي، چي دغه وژل سوی کس د کندهار ښار او خاکرېز ولسوالۍ پر لين موټر چلوی، چي تېره ورځ نامعلومو کسانو دربست په کرایه بېولی وو، نن ئې جسد د نهمي حوزې په میانکوه سیمه کي موندل سوی.
د سرچينې په حواله چي دغه کس غلو وژلی او موټر ئې ورڅخه بېولی دئ.