په کندهار کي يو تن د نامعلومو کسانو له خوا په چاړه وژل سوی

سرچينې وايي، نامعلومو کسانو په شاوليکوټ ولسوالۍ کي یو نانوای په چاړه وژلی.
ويل کيږي چي دغه پېښه تېره ورځ چهارشنبه د شاولیکوټ ولسوالۍ په سفري کلي کي رامنځ ته سوې.

د سرچينو د معلوماتو پر اساس دغه کس امان الله نومیدی او اصلي د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکی وو چي دا مهال يې په شاوليکوټ ولسوالي کي نانوايي کول.
مسوولينو تر اوسه د دغه کس د وژني په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

له دې وړاندي هم د کندهار په شاوليکوټ او نورو بېلابېلو سيمو کي دې ته ورته د مرموزو وژنو پېښي رامنځ ته سوي چي د اکثره پېښو قاتلين يې نه دي نيول سوي.