په کندهار کي يو ماشوم له انسان تښتوونکو څخه ژغورل سوی

د کندهار امنیتي مسوولین وایي، د سپين بولدک ولسوالۍ امنیتي ځواکونو هغه ماشوم ژغورلی چي تېره ورځ د انسان تښتوونکو له خوا تښتول سوی وو.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، امنیتي ځواکونو نن یاد ماشوم ژغورلی او په تړاو یې یو کس نیول سوی.
د هغه په وینا، نیول سوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي، یې دي چي ياد ماشوم یې د پیسو تر لاسه کولو لپاره غلا کړی وو.
ویل کیږي چي نیول سوی کس د ډیورنډ کرښي ها غاړي پښين سیمي اوسېدونکی دی او تر اوسه لا دا نه ده څرګنده چي هغه څومره پيسې د ماشوم له کورنۍ څخه غوښتي وې.