د کندهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د چهارشنبې په ماخستن د کندهار ښار په عينومېنه کي د دوست محمد په نوم کس خپلو ملګرو په چړو وهلی او وژلی دئ.
د سرچينې په حواله چي دغه کس په کندهار ښار کي د رنګو شرکت درلودی.
د دغه کس د وژل کېدو لامل تر اوسه پوري څرګند نه دئ.
بايد وويل سي، چي ط..البانو د دغي پېښي په اړه په رسمي ډول تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.