د څراغ تلوېزيون د کندهار ولايت د محلي خبريالانو د ټولنيزو رسنيو څخه تر لاسه سوي معلومات ښيې، چي په تېرو پنځو ورځو کي په کندهار ښار کي شاوخوا يوولس کسان نادرکه سوي دي.
په نادرکه سوو کسانو کي شپږ تنه ځوانان او پنځه تنه کوچنيان شامل دي، چي ځني کوچنيان ئې تر ورکېدو وروسته موندل سوي دي؛ خو يو شمېر ځوانان لاتر اوسه پوري نادرکه دي.
بايد وويل سي، چي په کندهار کي دغه کسان پر داسي مهال نادرکه سوي، چي په دغه ولايت کي د ط..البانو مشر م.لا هب.ت الله هم اوسېږي او ط..البان ادعا کوي، چي په دغه ولايت کي ئې اوله درجه امنيت ټينګ کړی.