په کندهار کي په تېر یوه کال کي د نشه یي توکو اړوند ۳۳۱ قضيې ثبت سوي

چارواکي وایي، د کندهار امنیه قوماندانۍ اړوند د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت په تېر یوه کال کي ٣٣١ قضیې ثبت کړي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، د دغه قضیو په تړاو ٦٠٣ تنه مظنونین نیول سوي.
د هغه په وینا، په نیول سویو نشه یي توکو کي ۴،۴۷ کیلو ګرامه هيرويين، ١٣٢ کیلو ګرامه ښيښه، ١٥٠ کیلو ګرامه تریاک، ٣٢٠ کیلو ګرامه چرس، ١٦٣٠ کیلو ګرامه ايف ١٢۴٧٠٥ کیلو ګرامه اومان، ٥٢٧۴ کیلو ګرامه جامد کیمیاوي مواد، زرګونه بېلابیلي د نشې ګولۍ او نور کیمیاوي مواد شامل دي.
ده زیاته کړه، همدارنګه د کندهار ښار او ولسواليو په مختلفو ساحو کي نږدې ۶۵۰ جرېبه مځکه د تریاکو او ۶۷ جرېبه مځکه د بنګو له کښت څخه پاکه سوې ده.
هغه وایي، په يادو قضیو کي ١٠٢ عرادې موټران، ٣٦ عرادې موټرسايکلونه، ۱۴ پايې ژرندي، ٢٦٣ سيټه موبایلونه، ۴ میله تفنګچې او ٨٨ فیره د کلاشنکوف مرمۍ نیول سوي دي.
د ملا اسدالله جمشید په وینا، دغه راز د کندهار له مختلفو ساحو څخه ۴۵۴۰ معتادین راټول سوي او وروسته اړوند ارګانونو ته سپارل سوي دي.