د کندهار د دامان ولسوالۍ په شهرک سیمه کي د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر اساس پر ۸۶۰ جریبه مځکه د کډوالو له پاره یو ښارګوټی جوړېږي.
د کندهار د کرهڼي ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي، دغه ښارګوټی به یوه مرکزي عیدګاه، څلور مسجدونه، څلور پارکونه، یو، یو د کرکټ او والیبال لوبغالی او ښوونځي او مدرسې هم ولري.
په دغه خبرپاڼه کي ویل سوي چي، پر دغه ښارګوټي ۱۲،۵ ملیونه افغانۍ مصرف راځي او یاد شمېر کورنیو ته د نمرو تر وېشلو وروسته به د هغوی له خوا خپله د کورونو جوړولو کارونه پیل سي.
د دغه ښارګوټي جوړولو کارونه نن (یک شنبه) پیل سوي او په یوه نیم میاشت کي به ئې کارونه بشپړ سي