په کندهار کي یوه معلول او بېوزله پلار وايي د لوږي، بېکارۍ او غربت له امله مجبور سوی، چي خپله درې کلنه لور خرڅه کړي

په کندهار کي یوه معلول او بېوزله پلار وايي د لوږي، بېکارۍ او غربت له امله مجبور سوی، چي خپله درې کلنه لور خرڅه کړي.
نوموړی، چي څلور کوچني اولادونه او يوه ناروغه مور لري وايي چي د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو له پاره ئې د کور زيات توکي خرڅ کړي او اوس مجبوره دئ، چي خپل کوچنۍ لور هم خرڅه کړي.
دغه کس چي د پښو له فلج او د ساه لنډۍ له ناروغۍ کړېږي زياتوي، چي نور د ژوند کولو له پاره هيڅ هم نلري.

هغه د‌ ط.. البانو او خيريه بنسټونو څخه د مرستي او لاسنیوي غوښتنه کړې ده.