امنیتي مسوولین وایي، د کندهار ولایت د مرکز اړوند په کابل شاه سیمه کي یوه ۴۰ کلن کس ځان وژنه کړې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، دغه کس نن د شنبې په ورځ سهار په خپل کور کي ځان ځړولی او وژلی دی چي د ځان وژني لامل یې پر هغه ډېر پورونه یاد سوي دي.
د دغه کس د کورنۍ غړي د هغه د ځان وژنې په اړه رسنیو ته څه نه وایي، خو د سیمي اوسېدونکي وایي، هغه د خلکو ډېر پوروړی وو او هره ورځ به خلک ورته د خپلو پيسو غوښتلو لپاره راتلل ځکه هغه ځان وژنه کړې ده.
دا پېښه داسي مهال سوې چي، د تېري سلواغې میاشتي پر ۳۰مه هم د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کي یوې نامزادي نجلۍ ځان وژنه کړې وه.