په کندهار کي یوه ښځه د کورني تاوتریخوالي په پایله کي وژل سوې ده

امنیتي مسوولین وایي، د کندهار په لوړ میوند ولسوالي کي د خپلمنځي ستونزو له امله یوه کس خپله میره په ډزو وژلې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، پېښه تېره ورځ په هغه کور کي رامنځ ته سوې چي یوه کس دوې مېرمني لرلې.
د هغه په وینا، د دغه کس زوی د کورنیو ستونزو له امله د خپلي میرې سره شخړه کړې او هغه یې په ډزو وژلې ده.
ده وویل، قاتل له سیمي څخه تښتېدلی او امنیتي کسان یې په لټه کي دي تر څو د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د وژل سوي ښځي دوستانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د سیمي اوسېدونکي وایي، له دغه ښځي څخه ۶ اولادونه پاته سوي.
دا په داسي حال کي ده چي په دې ورستیو کي د کورني تاوتریخوالې پیښي یو ځل بیا زیاتي سوي او تېره جمعه په ننګرهار کي هم يوه کس خپله مېرمن، نږور او زوی د کورنيو ستونزو له امله وژلي وه.