په کندهار کي یو ځوان په اوبو کي د ډوبېدو او بل ځوان د تندر لوېدو له امله مړه سوي

د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د دهلې بند په پارچاوو کي د رحمن شاه په نوم یو ځوان د لمبېدو پر مهال په اوبو کي ډوب او مړ سوی دی.
د دغه ځوان یو تن ملګری عبدالرحیم وایي، هغه تېره ورځ د اختر په دوهمه د کندهار د دهلې بند ته تللی وو چي بیا وروسته د پارچاو په اوبو کي د لمبېدو پر مهال اوبو ډوب کړی.
د هغه په وینا، که څه هم د رحمن شاه ملګرو هڅه کړې وه چي هغه وژغوري خو نه وه توانېدلي.
په کندهار کي له دې مخکي هم د دوبي په موسم کي د دهلې بند په اوبو او ظاهرشاهي کانال کي ډېری ځوانان د لمبېدو پر مهال اوبو وړي او مړه سوي دي.
بل خوا د سپین بولدک په ولسوالۍ کي نن له غرمې وروسته د تندر لوېدو له امله یو ځوان وژل سوی.
د دغه پېښې عیني شاهدان وایي، د باران پر مهال تندر د سپین بولدک په ولسوالۍ کي ډيورنډ کرښي ته څېرمه لوېدلې چي له امله یې یو ځوان ژوند بایللی.
په کندهار کي تېره ورځ او نن د اورښتونو اټکل سوی او د تیري شپې راهیسي په ځينو ولسوالیو کي بارانونه هم سوي دي.