په کندهار کي یو کس د خپل ملګري له خوا د ټوکو له امله وژل سوی

مسوولین وایي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د عزیزالله په نوم یوه کس خپل ملګری له دې امله وژلی چي پر هغه یې ټوکي کولې.
ویل کیږي چي وژل سوی کس ملک رنګین نومیدی او نن د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند ګنج سیمه کي د خپل ملګري له لوري په توپنګچه وژل سوی دی.
د سیمي اوسېدونکي وایي، ملک رنګین له کوم چا سره شخصي دښمني نه درلوده او تل یې د خپلو ملګرو سره نږدې اړیکي پاللې او د وژني لامل یې ټوکي بلل سوي دي.
مسوولین وایي، د ملک رنګین په قتل تورن کس نیول سوی او د څیړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي سي.