په کندهار کښي نامعلومو کسانو د يوه کروندګر د‌غنمو درمند ته اور اچولی

د‌کندهار څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د کندهار په دامان ولسوالۍ کښي د يکشنبې په ماخستن نامعلومه کسانو د يوه کروندګر د‌‌ غنمو درمند ته اور اچولی او سوځولی دئ.
د ځايي خلګو په وينا چي دغه درمند د ياد کروندګر د اوو مياشتو د هلوځلو او ستړياوو حاصل وو، چي نامعلومو کسانو ور و سوځوی.
په کندهار کښي خلګ د وسلوالو غلو، نامعلومه وژنو او دې ته ورته نورو کړنو څخه شکايت کوي، خو ط..البان ئې په کنټرول او مخنيوي کښي پاته راغلي دي.