د کندوز په خان آباد ولسوالۍ کي د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ د ښاروالۍ امید لوبډلي په اتلولي پای ته ورسېدې.
مسوولین وایي، د یادو سیالیو په پایله کي د ښاروالۍ امید لوبډلي د ۲۳ ګولونو وهلو او ۲۲ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او ستارههای معارف لوبډلي د ۲۲ ګولونو په وهلو او ۱۹ نمرو په ترلاسه کولو سره بیا دویم مقام خپل کړ.