په کنړ کي د ط..البانو د امنيې قومندانۍ وياند فريدالله دهقان رسنيو ته ويلي، چي د دغه ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کي د پاکستان د پوځ د هاوان مرمۍ پر يوه کور لګېدلې، چي له امله ئې يو ولسي کس وژل سوی او درې نور ټپيان دي.
د ط..البانو په وينا چي پاکستان دوامداره پر دغه ولسوالۍ باندي بريدونه کوي، چي ډېر تلفات ئې ولسي وګړو ته اوښتي.