د کنړ د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دغه ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کي د تېرو جګړو د پاته سوي مرمۍ د چاودني له امله دوه کوچنيان ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه پېښه د يکشنبې په ورځ پر داسي مهال سوې، چي دغه کوچينان له يادي سيمي څخه د خپلو څاريو سره يو ځای تېريدل.
تر پېښي وروسته دغه کوچنيان د درملني په موخه د کنړ مرکزي روغتون ته انتقال سوي، چي روغتيايي حالت ئې د ډاډ وړل ښودل سوی دئ.
بايد وويل سي، چي په همدې ورځ د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کي هم د يوې پخوانۍ مرمۍ د چاودني له امله د يوې کورنۍ يو کوچنی وژل سوی او دوه تنه نور ټپيان سوي وه.