په کونړ کي ترافیکي پیښي ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د کونړ امنیتي مسولین وایي، نن غرمه شاوخوا یوه بجه د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کي په یوه ترافیکي پیښه کي یو نفر مړ او ۶ تنه نور ټپيان سوي دي.
د امنيي قومندانۍ ویاند فرید دهقان وایي، پېښه د دوو ویډز موټرونو د ټکر له امله رامنځته سوې ده.
د هغه په وینا، د پیښي ټپیان د اسعداباد ولایتي روغتون ته د درملني لپاره وړل سوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښوول سوی.
که څه هم په دې وروستیو کي په هیواد کي ترافیکي پيښي زیاتي سوي خو د اختر په ورځو کي په عمومي ډول ترافیکي پيښي زیاتي کیږي چي لامل يې بې احتیاطي او د وسایطو تېز رفتار بلل کیږي.