په کونړ کي د دېوال د نړېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان سوي

چارواکي وایي، د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په بار کنډۍ کلي کي نن چهارشنبه د یوه دېوال د نړېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان سوي.
د کونړ د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، دغه دېوال د یوې جنازې پر مهال د خلکو پر ګڼه ګوڼه رانړېدلی دی.
د دغه ولایت د مرکز اسعداباد روغتون ډاکټران وایي، له دې پیښي څخه دوی ته ۱۵ تنه ټپیان وروړل سوي دي.
د چارواکو په وینا، ټپيان ټول سطحي دي او کوم چاته پکښي ډېر زیان نه دی اوښتی.