په کونړ کي د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د موڼي لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په موڼي کلي کي د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د موڼي لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چي شل ورځي يې دوام وکړ.

مسوولین وایي، د دغو سياليو په پایلوبه کي د موڼي لوبډلي په ټاکلو ۸ اورونو کي د ۲ لوبغاړو په زیان سره سيالې شینکوړک لوبډلي ته د ۱۳۴ منډو هدف وټاکی.

په مقابل د شینکوړک لوبډلي په ۸  اورونو کي د ۵ لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۰۱ منډي ترسره کړې او لوبه د موڼي لوبډلي د ۳۳ منډو په توپير وګټله او د يادو سياليو اتلولي يې خپله کړه.