په کونړ کي د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت لس بستریز روغتون پرانیستل سو

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په موڼي سیمه کي د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت لس بستریز روغتون پرانیستل سو

د عامي روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي د یاد روغتون د پرانيستي په مراسمو کي ویلي، چي دغه روغتون په یوه کال کي جوړ سوی او په وړيا ډول به لس زره وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندي کړي.

نوموړي زیاته کړه، چي د کونړ د ۲۵۰ بستریز مرکزي روغتون پاته چاري به هم ډېر ژر بشپړي سي، چي په پایله کي به د کونړ او نورستان ناروغانو ستونزي هواري سي.

د یادوني وړ ده چې پرون هم د کونړ په پیچ درې ولسوالۍ کي د ۲۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه لس بستریز روغتون ودانۍ پرانیستل سوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *