په ګرمسېر کي د ناچاوده مرمۍ له امله پنځو تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وایي، د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په لکي سیمه کي ماشومانو یوه زړه مرمۍ پیدا کړې وه چي وروسته یې چاودنه ورباندي کړې.
د هلمند ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په یوه خبرپاڼه کي ویلي، دغه پېښه نن سهار رامنځ ته سوې چي له امله یې درې تنه ماشومان وژل سوي او دوه نور ټپیان دي.
د خبرپاڼي د معلوماتو له مخي وژل سوي یوه نجلۍ او دوه هلکان دي او ټپیان هم یوه نجلۍ او یو هلک دی چي روغتون لیږدول سوي.
په جنوبي ولایتونو کي ډېری وخت د ناچاوده توکو یا پخوانیو ښخ کړل سویو مایونونو له امله ماشومانو او لویانو ته مرګ ژوبله اوړي.
خلک وایي، که څه هم ډیري سیمي له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکي اعلان سوي خو بیا هم ناچاوده توکي لیدل کیږي چي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.