د پاکستان تر ادارې لاندي د ګلګت د بلستان د خپلواکي سیمي د استور په ولسوالۍ کي یو بس موټر چي د دغه هیواد د پنجاب ایالت د چکوال سیمي ته د واده د ورا سپرلیو پکښي سفر کاوه سیند لوېدلی چي له امله یې ۱۸ تنه مړه سوي دي.
چارواکو ویلي، د ناوې او زوم په ګډون د واده د ورا سپرلیو په دې بس کي سفر کاوه چي تیره شپه یوه بجه د تیلچي پل سره نږدې سیند ته لوېدلی دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخي د پیښي پر مهال په دغه بس موټر کي ۲۷ تنو سفر کاوه چي د ۱۸ تنو مړي د سیند له اوبو څخه ایستل سوي دي.
د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخي د پېښي لږ وروسته د ژغورني ټیمونه سیمي ته رسیدلي، چي د هغوی د هڅو په پایله کي د ۱۸ کسانو مړي او د شپږ ټپیان د سیند څخه ایستل سوي دي.
دغو چارواکو ویلي، چي سیند ته د لويدلي بس څخه زوم او ناوې په ټپي حالت کي ژوندي ایستل سوي خو شپږ کسان تر اوسه هم ورک دي.
د ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په اکثرو غرنیو سیمو کي د سپرلیو بسونه سیندونو او ژورو کندو ته لویږي چي له امله یې هرکال په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.