په یوه میاشت کي د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کي ۳۷ زره ۴۲۹ جریبه مځکه له غصب څخه خلاصه سوې ده

د عدلیې وزارت وايي، چي د مځکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوي په یوه میاشت کي د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کي ۳۷ زره ۴۲۹ جریبه مځکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.

دغه وزارت لیکلي، چي تر ټولو زیاتي مځکي، یې په تخار ولایت کي له غصب څخه خلاصي کړي، چي شاوخوا ۱۰ زره جريبه کيږي.

د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کي ويلي، چي دغه مځکي د غصب د مخنیوي په موخه د تخنیکي کمېټې له لوري د دوی له بیا کتني او تایید وروسته را ګرځول سوي او ثبت سوي دي.

د خبرپاڼي د معلوماتو له مخي، دغه مځکي په هرات، ننګرهار، کندز، تخار، پروان، غور، پنجشیر، لغمان، سرپل، سمنګان، بادغیس او میدان وردګو ولایتونو کي غصب سوي وې.

عدلیې وزارت ویلي، چي په ټول هیواد کي د دولتي مځکو د غصب د تثبیت، معلومولو او خلاصون لړۍ دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *