د ط..البانو تر واک لاندي رسنیو راپور ورکړی، چي د چهار شنبې په ورځ د ګاونډيو هيوادونوڅخه ۱۱۳۹ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
په راپور کي ويل سوي دي، چي ۲۶۶ کورنۍ د تورخم له لاري، ۹۰ کورنۍ د کندهار ولايت د سپين بولدک د لاري ، ۱۲۶ کورنۍ د ابريشم پل د لاري او ۶۵۷ کورنۍ د هرات ولايت د اسلام کلا د لاري افغانستان ته راغلي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال يوازي په يوه ورځ کي د پاکستان او ايران د هيوادونو څخه افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي د ایران چارواکو ويلي، چي په تېرو سلو ورځو کي ئې د یو میلیون څخه ډېر افغان کډوال له هېواده ایستلي او افغانستان ته ئې لېږلي دي.