په یوه ورځ کې څه باندې ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه اېستل سوې او هېواد ته راستنې سوې دي

په یوه ورځ کې څه باندې ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه اېستل سوې او هېواد ته راستنې سوې دي.

مسوولین وایي، چې دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل سوي دي.

د راپورونو له مخې، په همدې حال کې ۶۴ کورنۍ د پل ابرېشم  او ۱۰۰ نورې کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې سوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي وه، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له هېواده کډوال سوي دي خو طالبانو دا راپور رد کړی دی