په ۲۰۲۵ کال کي د ایران ریال د نړۍ د ارزښت له پلوه تر ټولو ضعیف پولي واحد ګڼل سوی دئ.
ورپسې د ونزوېلا او ویتنام اسعارو هم د بېارزښته پیسو په لېست کي لوړ ځایونه نیولي دي.
د راپورونو له مخي، په ایران کي د ډالر ارزښت په بېساري ډول لوړ سوی.
د ملي اسعارو د چټک سقوط له امله، خلګو پراخي مظاهري پیل کړي چي اوس د دغو لاریونو شپږ ورځي کېږي چي دوام لري.
دغه اعتراضونه چي له اقتصادي ستونزو راپورته سوي وو، اوس ئې د حکومت پر ضد سیاسي بڼه خپله کړې ده او ګډونوال ئې د واکمن نظام خلاف ښکاره شعارونه ورکوي.