په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کي ۳۸۰ میله بیلابیل ډول وسلې او وسایط ترمیم سوي دي

دفاع وزارت خبر ورکوي چي د تېر یو کال په اوږدو کي د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په حمایوي کنډک کي ۳۸۰ میله بېلابیل ډول وسلې، ۹۰ عرادې هاموي ټانګونه، ۴۸ عرادې زنجیردار روسي ټانګونه، ۴۰ عرادې انټرنیشنل موټر، ۳۵ عرادې ضربتي ټانګونه او ۵ عرادې کرنګ ترمیم سوي دي.
دفاع وزارت ویلي، چي دغه تخریب سوي ټانګونه او وسلې د مخکیني حکومت پر مهال تخریب سوي وې او اوس له ترمیم وروسته یو ځل بیا د کارولو لپاره اماده سوي دي.