پوتين له ايران څخه د اسماعيل هنيه د وژني په اړه د “احتياطي غبرګون” غوښتنه کړې

رویټرز خبري اژانس د دوو جګپوړو ایراني سرچینو له قوله ویلي چي، د روسیې ولسمشر د ایران مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌يي ته یو پیغام استولی چي، په هغه کي په اسراییل باندي د ایران د احتمالي برید په صورت کي د “ملکي تلفاتو د مخنیوي” غوښتنه کوي.
دوو ایراني چارواکو، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د پوتین پیغام د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګی شوېګو په لاس د ایران مشرانو ته سپارل سوی دی.
په راپور کي دا هم ویل سوي چي، پوتین په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه د وژني په اړه له ایران څخه د “احتیاطي غبرګون” غوښتنه کړې ده.
په راپور کي د دوو ایراني سرچینو له قوله ویل سوي، ایراني چارواکو په تهران کې د روسیې د امنیت شورا له منشي شوېګو سره په کتنه کي، له روسیې څخه د سوخوۍ -۳۵ جنګي الوتکو د ورکولو غوښتنه هم کړې ده.