د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن په یوه جنجالي وینا کي د ناټو او اروپايي ټولني پر مشرانو توندي نیوکي کړي او خبرداری یې ورکړی چي د روسیې پر وړاندي د هر ډول پوځي اقدام ځواب به «چټک ویجاړوونکی» وي.
پوتین دا خبرداری داسي مهال ورکړی چي د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې او امریکا ترمنځ د سولي خبري اتري نوي پړاو ته ننوتلي دي.
پوتین دا هم ویلي، چي روسیه هیڅ کله یرغلګر هیواد نه وو بلکي دوی تل له خپلي خاوري او خپلو خلکو دفاع کړې ده، خو خبرداری یې ورکړی چي که د ناټو یو غړی هیواد د روسیې پر وړاندي جګړه اعلان کړي، د مسکو ځواب به «خورا چټک او ویجاړوونکی» وي.
پوتین دا هم ویلي، مسکو داسي وسلي لري چي نړۍ تر اوسه هیڅ لیدلي نه دي.
د روسیې ولسشمر خپلي تازه څرګندوني په دې وینا سره پای ته رسولي دي چي که نړۍ له روسیې پرته وي دوی داسي نړۍ نه غواړي.