پوتین: روسیه د اوکراین په جګړه کي اټومي جګړې ته چمتو ده

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په خپله وروستۍ مرکه کي ویلي، چي له اوکرایني لوري سره مشروطو خبرو ته چمتو دی.
پوتین ویلي، چي د دغو خبرو پیل به په دې مانا نه وي، چي اوکراین په کښي ځان قوي کړي؛ بلکي د یو مشخص تضمین په صورت کي به دغه خبري پر مخ ځي او د روسیې د امنیت خوندیتوب ته به پکښي ځانګړی پام کېږي.
په عیني حال کي هغه زیاته کړې چي هیواد یې د اوکراین په جګړه کي اټومي جګړې ته هم چمتو دی.
هغه په روانه جګړه کي له اوکراین څخه د غرب ملاتړ ته په غبرګون کي ویلي، که امریکا اوکراین ته سرتیري ولیږي؛ نو دا به د دې سبب سي، چي مسکو په روانه جګړه کي له اتوم څخه ګټه واخلي.