پوتین ولي د اوکراین د جګړې د «پای ته نژدې کېدو» خبره کوي؟

پوتین ولي د اوکراین د جګړې د «پای ته نژدې کېدو» خبره کوي؟
د روسیې ولسمشر پوتین په دې وروستیو کي اشاره کړې چي ښايي د اوکراین جګړه ورو ورو خپل پای ته نژدې کېږي. دا خبره په داسي وخت کي کېږي چي جګړه لا هم روانه ده، خو د میدان شرایط، اقتصادي فشارونه او نړیوال سیاستونه بدلېدونکي ښکاري.
لومړی دلیل دا دی چي روسیې په جګړه کي هغه پخوانی چټک حرکت له لاسه ورکړی دی. تر ۲۰۲۳ کال وروسته مسکو په تدریجي ډول د اوکراین سیمي نیولې، خو اوس وضعیت بدل سوی ښکاري. اوکراین ځیني مهمي سیمي بیرته نیولي او روسي ځواکونه په ډېرو جبهاتو کي درېدلي دي. د جګړې کرښي تقریباً په بن‌بست اوړي او د روسیې پرمختګ نور حتمي نه ښکاري.

دوهم مهم عامل د روسیې د بشري تلفاتو زیاتوالی دی. د اوکراین د ادعا له مخي، په تېرو میاشتو کي د روسي پوځ مرګ ژوبله تر هغه زیاته سوې چي مسکو نوي عسکر جذب کړي. که څه هم دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید سوي، خو د جګړې اوږدېدل د روسیې لپاره د عسکرو او منابعو له پلوه دروند بار ګرځېدلی دی. همدا راز، کرملین لا هم د دوهم عمومي بسیج اعلان ته زړه نه ښه کوي، ځکه د ۲۰۲۲ کال بسیج د روسیې دننه پراخ نارضایتي راپارولې وه.
اقتصادي فشار هم مهم رول لري. اوکراین په وروستیو میاشتو کي د روسیې د نفتو پر پالایشګاوو او بندرونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي. دې کار د روسیې د نفتو صادرات اغېزمن کړي دي. که څه هم د نړیوالو نفتو لوړ قیمتونه تر یوه حده د مسکو اقتصاد ژغوري، خو که د منځني ختیځ کړکېچ ارام سي او د نفتو بیي راولوېږي، روسیه به له نوي اقتصادي فشار سره مخ سي.
بل لور ته، اوکراین اوس یوازې پر لوېدیځو وسلو تکیه نه کوي. کییف د خپلو داخلي پوځي ټکنالوژیو، په ځانګړي ډول د بې‌پیلوټه الوتکو او ارزانه دفاعي سیستمونو په جوړولو کي پرمختګ کړی دی. اوکرایني ډرونونه اوس د روسیې تر ژورو سیمو رسېږي او مهم اقتصادي اهداف په نښه کوي. دا بدلون د جګړې توازن ورو ورو بدلوي.

همدارنګه داسې ښکاري چي پوتین غواړي د ټرمپ پام بیا ځان ته واړوي. ټرمپ اوس تر ډېره د ایران او منځني ختیځ له بحران سره بوخت دی، خو کرملین هڅه کوي ځان د احتمالي سولې خبرو ته چمتو وښيي. سره له دې، روسیه لا هم خپلې لوړي غوښتني لري او د اوکراین د ختیځو سیمو د سپارلو غوښتنه کوي.
په ټوله کي، د پوتین د خبرو تر شا څو عوامل لیدل کېږي: د جګړې اوږدېدل، اقتصادي فشار، د اوکراین د پوځي وړتیا زیاتېدل، او د نړیوال سیاست بدلېدونکی وضعیت. خو تر اوسه لا هم کومه نښه نه لیدل کېږي چي جګړه دي ژر او په اسانه پای ته ورسېږي.