پولیو فري افغانستان د کوچنیانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد د پولیو د واکسین پر اهمیت ټینګار کړی

دغه بنسټ پرون پر خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چي له پنځو کلونو کم عمره کوچنیان د پولیو ناروغۍ له لوړ ګواښ سره ځکه مخ دي چي د هغوی د معافیت کچه ټیټه ده.

د دغه بنسټ په وینا، له همدې امله دا ډېره مهمه ده چي دغه کوچنیان د پولیو په ټولو کمپاینونو او له یوه ځایه بل ته د سفر پر مهال د ټرانزیټ یا سرحدي ټیمونو له لوري واکسین سي.

پولیو فري افغانستان د کم عمره کوچنیانو د پولیو ضد واکسین پر تطبیق ټینګار داسي مهال کوي چي د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کي وویل په افغانستان کي کور په کور د پولیو د واکسین کمپاین درېدلی دی.

خو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په استولي پیغام کي ویلي چي د پولیو د واکسین د کمپاین پر وړاندي کومه ستونزه نه‌سته.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخي، په افغانستان کي روان کال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر اتلسو ته رسېدلی دی.