پي ټي ام: منظور پښتين له وسله وال بريده روغ وتلی

منظور ته نژدې سرچينې وايي، چي د سويلي پښتونخوا چمن ښار په مال روډ سيمه کي ځايي پولیسو د نوموړي پر موټر ډزی کړي.

نوموړی، چي د خپلو زياتو پلویانو او موټريز کاروان سره يو ځای روان و، هغه ته زيان ندی اوښتی خو يو پلوي يې زخمي سوی.

منظور د چمن له پرت څخه د تربت لوري ته روان و.

منظور پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چي په چمن کي فوج او پوليسو د هغوي پر موټرانو مخامخ بريد وکړ.

د منظور پلويان وايي، چي پاکستاني فوځ هڅه کوي، چي منظور ونيسي خو د هغه پلویان ورته اجازه نه ورکوي.

سيمه د پاکستاني فوج له لوري کلابنده ده.