پي ټي اېم وایي، په پاکستان کي د منظور پښتین د وژلو هڅه کیږي

د پښتون ژغورني غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي او د غورځنګ د مشر منظور پښتین نېږدې ملګري عبدالصمد خان ویلي، دوی داسي شواهد تر لاسه کړي چي پاکستان د پښتین د وژلو هڅه کوي.
نوموړي پر ټولنيزي شبکې فېسبوک په یو ویډيويي بيان کي ویلي، چي پاکستان غواړي منظور پشتین له منځه يوسي.
عبدالصمد خان وايي چي رياست دا اقدامات د اکتوبر د ۱۱ جرګې د مخنيوي او هغې د ناکامه کولو لپاره کوي.
نوموړي زياته کړه چي د سپټمبر پر ۲۶ چي کله دوی د پښتین په مشرۍ کي د مومندو او خليلو جرګې ته د اکتوبر ۱۱ د جرګې د بلني لپاره ورغلي وه، نو د بېرته راتګ پر مهال اته يا لس موټر سايکل سپرو کسانو دوی تعقيبول چي وسلې هم ورسره وې.
د هغه په وينا، کله چې دوی خپل ځای ته راورسېدل نو دغو کسانو د ډرون کامرې له لاري د دوی د ځای څارنه پيل کړه.
دا تر هغه وروسته ده چي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۱۱ په خيبر قبايلي سيمه کي “د پښتنو قامي عدالت” په نامه د درې ورځنۍ لويي جرګې کولو اعلان کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *