ځايي سرچینو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په سمنګان ولایت کي د ط..البانو د محکمې یو څارنوال د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه کس د جمهوري نظام پر مهال هم د څارنوال په توګه دنده اجرا کړې وه.
سرچينه زياتوي چي دغه وژل سوی څارنوال نصرالله نومېدی.
راپورونه وایي، نوموړی تېره شپه خفه سوی او د سیمي اوسېدونکو ئې د سهار لمانځه پر مهال جسد موندلی دئ.
تر اوسه د دغي وژني انګېزه څرګنده نه ده او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.