ځايي سرچینو د چهار شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کي د دوو د سرو زرو کانونو د نړېدو په پېښه کي درې کان کيندونکي تر خاورو لاندي بندپاته دي.
د سرچينې په وينا چي دغه پیښه تېره ورځ رامنځ ته سوې ده، خو ياد کسان د امکاناتو د کمښت له امله تر اوسه پوري نه دي ژغورل سوي.
سرچينه وايي چي ژغورونکي ډلي د عملیاتو د امکاناتو او تجهیزاتو د کموالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.