ځايي سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي

ځايي سرچینو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کي نامعلومو وسله‌والو یو ورزشکار ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچینو په وینا، وژل سوی کس نقیب‌الله نومېده، د ورزش ترڅنګ ئې د صرافۍ کاروبار هم کوی.
د سرچينې په خبره چي پېښه د پنج شنبې په ماښام د تالقان ښار د بهترین عالم جومات ته نژدې سوې ده.

د معلوماتو له مخي، بریدګرو چي پر موټرسایکل سپاره وو، پر نقیب‌الله ټکان کړي او له سیمي تښتېدلي.
د پېښي انګېزه او اصلي لامل تر اوسه نه دئ روښانه سوی او د مسؤلینو له لوري هم په دې اړه څه نه دي ویل سوي.
دا پېښه پر داسې مهال رامنځته کېږي، چي ګڼ شمېر افغانان د امنیتي پېښو، وسله‌والو وژنو او غلاوو د زیاتېدو په اړه اندېښنه لري، سره له دې چي ط..البان په هیواد کي د بشپړ امنیت د ټینګښت ادعا کوي.