ځدراڼ وايي، پاکستان د قبایلي سیمو له لاري د افغانستان پر ضد کار کړی دی

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل نوي چاپ سوي کتاب «۱۵ دقیقې» کي ادعا کړې چي پاکستان د وزیرستان او نورو قبایلي سیمو له لاري د نړۍ بېلابېلو جنګي ډلو ته پناه ورکړې وه او هغوی یې د افغانستان پر ضد کارولې.
هغه وايي، پاکستان د دغو ډلو ملاتړ کړی، پټنځایونه یې برابر کړي او د امریکا او ناټو ځواکونو پر ضد د هغوی فعالیتونه يې اسانه کړي.
ځدراڼ زیاته کړې چي پاکستان د امریکا له فشارونو د خلاصون لپاره قبایلي سیمي “آزادي” بللې او د امریکا د استخباراتو لپاره یې په قبایلو کي د مطلوبو کسانو په بدل کي پیسې ترلاسه کولې.
ځدراڼ وايي، د پاکستان له جوړېدو راهیسي د دوی بهرنۍ پالیسي پر دې را څرخي چي په ګاونډ کي د هند په څېر قوي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان و نه لري.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کي یو قوي او پر خپلو پښو ولاړ نظام په هيڅ صورت پاکستان ته د منلو وړ نه دی، ځکه دوی همېشه په خپله غېږ کي د افغانستان د نظام دښمنانو ته پناه ورکړې ده.
دغه طـ.الب چارواکی او د حقاني شبکې غړی وايي، پاکستان پوهیږي چي پښتانه په ډېورنډ نه بېلېږي او د افغانستان هيڅ واکمن او نظام د ډېورنډ له داعیې نه تېرېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *