ځينې روغ سوي معتادین : اقتصادي ستونزي د دې سبب سوي چي کورنۍ يې له ملاتړ څخه لاس واخلي

په هیواد کي ځينې روغ سوي معتادین شکایت کوي، چي اقتصادي ستونزي د دې سبب سوي چي کورنۍ يې له ملاتړ څخه لاس واخلي، د درملني له مرکزونو څخه تر رخصت کېدو وروسته بیرته له معتادینو سره یو ځای او معتاد سي.

د اکثره معتادینو خپلوان وايي، د درملني په بهير کي د دوی هڅو او ملاتړ ښه پايله نه درلوده، ځکه چي نشه‌‌يي موادو د هغوی ذهن ته ډېر زیان رسولی دی.

روغ سوي معتادین وایي، تر ټولو مهمه دا ده چي دوی ته کار پیدا سي او دوی په دوامداره شکل په کار بوخت کړل سي تر څو بیا نشو ته مخه نه کړي.