څراغ تلوېزیون ته د کنړ څخه محلي سرچينو نن پنجشنبه خبر ورکړی چي تيره شپه پاکستانۍ الوتکو د یاد ولایت پر پیچ درې ولسوالۍ بريدونه کړي دي.
د سرچينو په خبره چي په یادو بريدونو کي تر دا مهاله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل سوي دي.
سرچينو زیاته کړې چي په یادو بريدونو کي ګڼ شمېر کسان ژوبل سوي او په نښه سوې سيمه کي د امکاناتو د نشتون له امله شاید د مړيني شمېر نور هم زیات سي.
د یادوني وړ ده چي ط.البانو تر اوسه د پاکستان د يادو بريدونو په اړه څه نه دي ویلي.