څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي په کندهار کي د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورينو یو ځوان د خريلي ږيري په خاطر وژلی دی.
د سرچيني په خبره چي طا.لبانو یاد ځوان د خريلي ږيري په خاطر په یو ګرم کانټينر کي اچولی و او د هغه خوله یې هم ورتړلې وه،چي یاد ځوان د ګرمي او نفستنګي څخه وژل سوی دی.
سرچينې زیاته کړې چي هغه د ژوند په اخري شيبو کي د چغو وهلو کوشش وکړئ چي خوله یې ورخلاصه کړي خو طا.لبانو ددغه ځوان پر چغو ملنډي وهلې.
د یاد کس د قريبانو څخه یوې سرچيني څراغ تلوېزیون ته وویل چي طالبانو د هغه جسد په عينو مينه کي په داسي حال کي غورځولی و،چي لاسونه او خوله یې تړلې وه.