څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي په بدخشان ولایت کي د طا.لبانو د استخباراتو یو نظامي موټر اوبو ته لوېدلی چي له امله یې پنځه تنه د طا.لبانو د استخباراتو غړي ورک سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
د سرچيني په خبره چي یاده پېښه د بدخشان ولایت په مايمي ولسوالۍ کي را منځ ته سوې ده او اوس په ورکو سوو طا.لبانو پسي پلټني رواني دي.
د یادوني وړ ده چي طا.لبانو په رسمي ډول د یادي پيښي اړوند څه نه دي ویلي.