څراغ تلوېزیون ته سرچينو ویلي چي د ط.البانو تر واک لاندي د پوهني وزارت و ټولو ولایتونو ته امر کړی چي د پښتو او ټولنيزو مضمونو څخه د (زموږ دولت) په نوم کلمې او درسونه پرې او ليري کړي.
سرچينې زیاته کړې چي طالبانو د هغو صفحو د پرې کولو امر هم کړی دی چي پکښي د افغانستان د بيرغ،حمد، او مدنيت یادونه سوې وي.
سرچينې دا هم ویلي چي ط.البانو د يادو کلمو د ليري کولو په بهانه د قرانکريم څخه هم ځيني صفحې شکولي او پرې کړي دي.